IQNA

په غزې تړانګې کې د قرآن د حفظ او تلاؤت د کړیو  د فعالیت دوام(فیلم)

8:11 - June 13, 2024
د خبر لمبر: 3489373
ایکنا – په غزې تړانګې کې د بې څوکه خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنګ او نسل وژنې له دوام سره سره ، په دغې جنګ ځپلي سیمې کې د قرآن کریم دحفظ او تلاؤت کړئ  او محفلونه هماغه راز خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

ایکنانیوز   القدس الاخباریه ویبسایټ له قوله راپور راکوي،  په غزې تړانګې کې  د جنایتکار صهیونیستي رژيم د  جنګ او نسل وژنې له دوام سره سره  په غزې کې د قرآن کریم د حفظ او تلاؤت محفلونه او کړئ  هماغه شان خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت  پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي  دي چې صهیونیسټ رژيم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزې تړانګې کې د فلسطینیو کورنیو   په حق کې د وژلو درې موردونه پيښ کړي دي، چې په هغو کې ۴۰ کسان شهیدان او یوسل شل نور ټپیان شوي دي.

ددغې اعلامیې په اساس  یوشمیر قربانیان هماغه شان د کنډوالو  لاندې دي  او امبولانسونه او د مدنی دفاع عمله  ئې  له کنډوالو نشي راویستلی،ځکه یو خو ورسره تجهیزات نشته او دوهم وحشی صهیونیسټي رژيم خپلو بمباریو  او حملو ته هماغه شان دوام ورکوي. د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې راهسې تر پرون پورې  په غزې تړانګې کې د  اسرائيلو د وحشیتوب له امله  دشهیدانو شمیر ۳۷زره یوسل څلویښت تنو ته او د ټپیانو شمیر هم ۸۴ زره اته سوه پنځوسو کسانو ته رسیدلی دی چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي.

 د بې آمانه جنګ  له ۲۴۹ ورځو وروسته   په غزې تړانګې کې انساني حالات  ورځ تربلې  ددغې سیمې د کلابندۍ  او د جنګ د دوام په سیوري کې   لابدتریږی ،لکه څنګه چې  دملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش هم وئيلي دي چې د غزې تړانګې  اتیا فیصدي آبادي  د جنګ د دوام او د مرستو دغوڅيدا په دلیل د څښاک له  اوبو محرومه دي او ورته لاس رسی نه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4221174  

captcha